د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ ګډ پلاوي د تورخم د نوې ښار جوړولو طرحې ارزونه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۴۴
تورخم

۱۴۴۷/۰۶/۰۶

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، یو ګډ امارتي پلاوی چې په ترکیب کې یې الحاج مولوي حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر، الحاج مولوي احمدالله زاهد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي محمود مظلوم د اراضۍ عمومي رئیس، مفتي عبدالمتین سعید د مالیې وزارت د ګمرکاتو مرستیال، د ننگرهار محترم والي او د ننگرهار د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نبي الله سعیدي شامل وو، د ننگرهار ولایت د ډکې ساحې څخه یې لیدنه وکړه.

پلاوي د تورخم د نوي بازار د انتقال او د نوې ښاري طرحې ارزونه په تفصیل سره وکړه او د وزارت تخنیکي ټیم د نوې سیمې د پراختیا اساسي برخې تشریح کړې چې د پروژې د موخې په اړه بشپړ وضاحت وړاندې شو.

د طرحې په محتوا کې د سوداګرۍ منظمېدل، د ترافیکي ازدحام کمېدل، د ترانزیټ اسانتیا، د خلکو لپاره د مناسبې ښاري فضا برابرول، د عامه خدمتونو پراختیا او د ختیځ زون اقتصادي پرمختګ مهم ټکي وو.

ګډ پلاوي د طرحې تخنیکي کیفیت وستایه او د همغږۍ د لا زیاتېدو سپارښتنې یې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار وکړ چې دغه پروژه د عالي مقام د ځانګړې پاملرنې لاندې ده او وزارت به یې ټولې برخې د ملي معیارونو سره سم پر مخ بیایي.

نوموړي زیاته کړه، د دې پروژې عملي کېدل به نه یوازې د سوداګرۍ لپاره یو معیاري مرکز رامنځته کړي، بلکې خلکو ته به د ژوند، کار او خدماتو نوي امکانات هم برابر کړي.

په لیدنه کې د ننگرهار محترم والي او سیمه‌ ییزو مسوولینو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د ګډو امارتي هڅو د پایلې په توګه یې دغه طرحه مهم پرمختګ یاد کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت