د کور او ښار جوړولو وزیر د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون له رئیس سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۶:۱۲
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د خپل کار په دفتر کې د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون له اغلې رئیسې مریلا لودا سره وکتل او په بامیان ولایت کې یې د خلکو د ښاري ژوند په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې، د فلورانس پوهنتون اغلې رئیسې مریلا لودا وویل، غواړي په بامیان ولایت کې دوه پروژې پلي کړي چې لګښت یې درې سوه زره ډالر کېږي او د ایټالیا هېواد له لوري ورکول کېږي.

اغلې لودا وویل، د یادو پروژو لپاره یې په لومړني حالت کې پلانونه ترتیب کړي، خو د بیاکتنې او عملي کېدا برخه کې یې د کور او ښار جوړولو وزارت مرسته او همکاري غواړي.

نوموړې وویل، غواړي په بامیان ولایت کې په غارونو کې د اوسېدونکو کورنیو لپاره سل (۱۰۰) کورونه جوړ کړي او د یاد ولایت د زرګرانو سیمې لپاره یې د بهسازۍ پلان ترتیب کړی چې په عملي کولو سره به یې د یادې سیمې وضعیت کې ښه والی راشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون رئیسې او له هغې سره مل خاوند ته یې وویل، د زرګرانو د ساحې لپاره جوړ شوی د بهسازۍ پلان به د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیم وګوري او تر ارزونې وروسته به یې د تطبیق په اړه غور وشي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د سل کورونو جوړولو او د بهسازۍ پلان د تطبیق لپاره لومړی اړینه ده چې د ځمکې په اړه معلو مات ترلاسه شي، چې غصب شوې نه وي او که د په امارتي ځمکه کې وي، نو په خبره یې اړتیا ده چې د انتقال لپاره یې امیرالمؤمنین حفظه الله ته وړاندیز وشي.

نوموړي اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې لومړی پلانونه وګوري او له هغې وروسته به وزارت د یادې ځمکې د انتقال لپاره امیرالمؤمنین حفظه الله ته وړاندیز وکړي، چې د نوموړي تر منظورۍ وروسته به یې پر عملي اقدماتو کار پیل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د ساختماني شرکتونو د ستونزو په اړه خبرې وشوې

۲۴/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر  محترم الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ښاري چارو له  محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني سره یو ځای د "اوکسینا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د څه باندې څلوېښت ساحو کروکي او کوردینات په بشپړ ډول راټول شول

۱۴۴۶/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله صادقي اخندزاده وایي، په دې وروستیو کې یې د انکشافي پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

BACK TO NEWS