د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو او همکارۍ د افغانستان د ودانیز او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانیستل شو
۱۴۴۸/۶/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو او همکارۍ ، د افغانستان د ودانیز، ساختماني او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانستل شو.
دغه نندارتون، د اسلامي امارت د ریاسة الوزراء د محترم اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، د مالیې وزالرت محترم وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري محترم معین مولوي محمد رباني ناصح، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم معین الحاج مولوي ګل زرین صابر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د محترم معین مولوي احمدالله زاهد کورنیو او بهرنیو پانګوالو او د ساختماني سکټور د فعالانو په ګډون پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې، د ریاسة الوزراء محترم اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي خبرې وکړې او د دغه مهم نندارتون د جوړولو له امله یې د کور او ښار جوړولو وزارت له رهبرۍ مننه وکړه.
ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د ځمکې ابادي د الله تعالی رحمت او د شته سرچینو څخه په سمه توګه استفاده کول دي، چې په خبره یې په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه زیربنايي، روغتیايي، سړک جوړولو، ښارګوټو، ښاري پراختیا او صنعتي برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
په یاد نندارتون کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت رهبري د صنعتکارانو، پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي او د هېواد د ابادۍ لپاره د هغوی تر څنګ ولاړ دي.
محترم وزیر له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره هڅې وکړي او په دې برخه کې خپله ونډه اداء کړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري پراختیا او مسکن په برخه کې د پالیسۍ جوړولو ترڅنګ پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي او اوس د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو او ساختماني پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي.
محترم مولوي نجیب الله حیات حقاني، له ساختماني شرکتونو وغوښتل، چې خپلې پروژې د داخلي او نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې جوړې کړي او له بهرنیو پانګوالو یې په افغانستان کې د تولیدي فابریکو جوړولو او پانګونې غوښتنه وکړه.
ورپسې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم معین مولوي احمدالله زاهد په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې کورنیو پانګوالو ته مناسب فرصتونه برابر شوي دي، څو د خپل هېواد په اقتصادي وده او ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
د افغان پانګوالو په استازیتوب د کټوازي ګروپ محترم مشر الحاج محمد میرزا کټوازي وویل، چې افغان پانګوال د هېواد په رغونه کې بشپړې ونډې اخیستنې ته چمتو دي.
نوموړي ډاډ ورکړل، چې یو شمېر بهرنیو پانګوالو ورسره خبرې کړي او لېواله دي چې په افغانستان کې د ښاري ودې او پراختیا او دغه راز په نورو برخو کې په ملیاردونو ډالره پانګونه وکړي.
د خپلو خبرو په دوام ښاغلي کټوازي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته امنیتي وضعیت، پرېمانه سرچینو او نورو اسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې پانګونه وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، دغه نندارتون په دې موخه ترسره کړ، ترڅو ساختماني سکټور وده وکړي، کورنۍ او بهرنۍ پانګه جذب شي، د سوداګریزو او پانګوالو ترمنځ اړیکې پراختیا پیدا کړي، او خلکو ته د کار کولو زمینې برابرې شي.
دغه نندارتون د ۱۴۴۸ کال د جمادیالثاني میاشتې له ۱۴مې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې، د کابل ښار د حضوري چمن په سیمه کې د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې پیل او دوام کوي.
