د حیرتان بندر د پراختیا پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري منظور او لاسلیک شو
۱۴۴۸/۶/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د حیرتان بندر د پراختیا پلان تأیید او لاسلیک کړ.
یاد پلان د ۸۱۸۶ جریبه ځمکې په مساحت طرحه شوی، چې موخه یې د بندر د بېلابېلو فعالیتونو لپاره د ځمکې منظم تنظیم او د اړینو کاري او خدماتي برخو رامنځته کول دي.
په دغه پلان کې د ګمرکي خدمتونو، صنعتي فعالیتونو، وارداتي او صادراتي محصولاتو، سوداګریزو او اداري چارو او د بندر د کارکوونکو د استوګنې لپاره بېلابېل زونونه په پام کې نیول شوي دي.
د حیرتان بندر د پراختیا پلان منظورول او لاسلیک د دغه بندر د فعالیتونو د منظمولو، د سوداګریزو او صنعتي چارو د ودې او د ځمکې د اغېزمنې کارونې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
