د کور او ښار جوړولو وزیر د ترکمنستان له سفیر سره د افغان ـ ترکمن پروژو په اړه خبرې وکړې
۱۴۴۸/۶/۱۴
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو (ټاپي، ټاپ او د اوسپنې پټلۍ) د پلي کېدو په موخه، د افغانستان ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخالاسلام حفظه الله تعالی، د حکم د تحقق په موخه، د کور او ښار جوړولو وزیر، محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر، محترم خواجه محمد عوضوف، سره لیدنه وکړه.
په پیل کې د ترکمنستان سفیر، محترم خواجه محمد عوضوف، د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د امنیت د تأمین او د دواړو هېوادونو د ګډو پروژو په برخه کې د نه ستړې کېدونکو هڅو او همکاریو له امله مننه وکړه. نوموړي ژمنه وکړه، چې د یادو پروژو اړوند موضوعات به د ترکمنستان له لوري په دوامداره توګه د افغانستان له اسلامي امارت سره په همغږۍ تعقیب او وڅارل شي. همدارنګه به هغه ستونزې او خنډونه په ګوته او له منځه یوړل شي، چې د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو د پلي کېدو پر وړاندې شتون لري.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزیر، محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ترکمنستان د دوست هېواد د سفیر راتګ ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه، چې د یادو ګډو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د ترکمنستان له دوست هېواد سره په بېلابېلو برخو کې د ښو او دوستانه اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د لیدنې په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د یادو پروژو اړوند د مشخصو موضوعاتو او ستونزو د حل په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او په دې برخه کې د لوړې کچې تفاهم او هوکړه رامنځته شوه.
