د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د سوداګریزو مارکېټونو د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۳
جوزجان

۱۴۴۸/۶/۱۵

د جوزجان ولایت د والي په لارښوونه، د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس او د آقچې ولسوالۍ محترم ښاروال په مشرۍ ګډ تخنیکي پلاوي د آقچې ولسوالۍ د سوداګریزو مارکېټونو د ودانیزو چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال، د هغو سوداګریزو مارکېټونو د ودانیزو چارو تخنیکي وضعیت و ارزول شو، چې د موټرو د تم‌ځایونو د برابرولو په موخه جوړېږي.

نظارتي انجنیرانو د مارکېټونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولې ساختماني چارې د منظور شوې نقشې او انجنیري او معمارۍ معیارونو مطابق ترسره کړي.

 همدارنګه، د پروژو د کیفیت او اغېزمنتیا د ښه والي په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې او وړاندیزونه هم ورسره شریک شول.

د جوزجان د کور او ښار جوړولو ریاست د ساختماني پروژو د معیاري تطبیق او د تخنیکي اصولو د رعایت په موخه خپلو نظارتي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۳
Background image

د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د سوداګریزو مارکېټونو د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۵

د جوزجان ولایت د والي په لارښوونه، د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس او د آقچې ولسوالۍ محترم ښاروال په مشرۍ ګډ تخنیکي پلاوي د آقچې ولسوالۍ د سوداګریزو مارکېټونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۳۸
Background image

د حیرتان بندر د پراختیا پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري منظور او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د حیرتان بندر د پراختیا پلان تأیید او لاسلیک کړ.

یاد پلان د ۸۱۸۶ جریبه ځمکې په مساحت طرحه شوی، چې موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۴۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د ترکمنستان له سفیر سره د افغان ـ ترکمن پروژو په اړه خبرې وکړې

۱۴۴۸/۶/۱۴

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو (ټاپي، ټاپ او د اوسپنې پټلۍ) د پلي کېدو په موخه، د افغانستان ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ‌الاسلام حفظه الله تعالی، د حکم د تحقق. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت