د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د قطر استوګنیزې پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۴/۰۳/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د یاد وزارت د یو شمېر نورو رئیسانو او مسؤلینو په ملتیا د کابل ښار په پنځمه ناحیه خوشحال خان سیمه کې د قطر استوګنیزې پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه.
د یاد وزارت سرپرست د لیدنې په مهال اړوندو انجنیرانو او مسؤلینو ته د چارو د لا ښه پرمختګ او چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
قطر رغنیزه پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت یو له مهمو پروژو ده، چې د کابل ښار کې جوړېږي.
دغه پروژه په ۳۲ جریبه ځمکه کې د شاوخوا ۱۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د الغرافة خیریه بنسټ لخوا جوړېږي.