د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تشکیل بیا کتنه کېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۵۸
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۶/۰۳/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ رهبري ناسته کې، د دغه وزارت محترمو مرستیالانو، د وزارت د تشکیلاتو اړوندو رئیسانو او مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په یاده ناسته کې، بحث وشو چې د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تشکیل بیاکتنه دې وشي او پر هغه مواردو دې بحث او موافقه وشي چې له مخې یې تشکیلاتي پاړسوب له منځه ولاړ شي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، لازمه ده چې مفید او اغېزمن بستونه پاتې او هغه چې اوسمهال ورته اړتیا نشته له منځته لاړ شي، کار اهل کار ته وسپارل شي او د ملي بودیجې له زیات او بې ځایه لګښت مخنیوی وشي.

د ناستې برخوالو یادونه وکړه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت موجوده تشکیل د اړینو دندو او مسؤلیتونو پر بنسټ جوړ شوی، خو بیا هم دوی هڅه کوي چې بیاکتنه یې وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست او نور رهبري غړي ژمن دي چې د اسلامي شریعت او د ملي ګټو پر اساس تشکیل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر له امریکا راغلي هیئت سره وکتل

۱۴۴۶/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له امریکا راغلي هیئت سره وکتل او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

شیخ حمدالله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د پخوانیو ښارونو او تاریخي ابدو د ساتنې لپاره روزنیز سیمنار ترسره شو

۱۴۴۶/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري ودې او پراختیا، مسکن او پلانونو ترڅنګ د پخوانیو ښارونو او تاریخي ابدو د ساتنې او خوندیتوب مسؤلیت هم لري.

دغه وزارت د اطلاعات او فرهنګ محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۵۲
Background image

کابل ښار کې د یو شمیر تاریخي ځایونو (جي، پي، ایس) ټکي واخیستل شول

۱۴۴۶/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د تاریخي ابدو او قدیمي ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست وايي، د ریاست اړوند مسؤلینو او متخصصینو یې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې. . .

BACK TO NEWS