کابل ښار کې د یو شمیر تاریخي ځایونو (جي، پي، ایس) ټکي واخیستل شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۵۲
کابل

۱۴۴۶/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د تاریخي ابدو او قدیمي ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست وايي، د ریاست اړوند مسؤلینو او متخصصینو یې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د یو شمیر تاریخي ابدو او ځایونو لیدنه وکړه او د (جي، پي، ایس) ټکي یې واخیستل.

محترم محمود جان دوست وایي، د (۱۴۰۳) کال د پلان له مخې، د کابل ښار د (۱۱) مې ناحیې څخه لیدنه کوي او تاریخي ځایونه به په نښه کړي، چې د ساتنې لپاره یې لاس په کار شي.

نوموړی وایي، د کاري پلان له مخي يې، د لومړۍ ناحیې څخه لیدنه وکړه چې (۵۶) تاریخي ځایونه تثبیت او د (جي، پي، ایس) ټکي یې واخیستل شول.

هغه ځایونه چې په لومړۍ ناحیه کې په نښه شوي عبارت دي له: پل خشتي مسجد شریف، د کابل عیدګاه، د شکور خان کور، چقرک مسجد شریف، د تیمور شاه قبر، د نورالسلام جامع مسجد شریف او مدرسه، د عاشقانو او عارفانو زیارت، د چارده معصوم زیارت او د معاذ بن جبل مسجد شریف.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د قدیمي ښارونو او تاریخي ابدو د تثبیت، ترمیم او ساتنې کارونه پیل کړي او په دغه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت