د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي او مسلکي بورد ناسته وشوه

1444/03/23
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ تخنیکي او مسلکي ناسته د دې وزارت له رئیسانو، امرینو او د پروژو د مسولینو سره تر سره شوه.
په دې ناسته کې تخنیکي ستونزو او د هغوی د حل په موخه خبرې او نظرونه تبادله شول.
په دې ناسته کې په تخنیکي سروې، اقتصادي، ټولنیزې د لغمان او کندوز ولایتونو د بیا روغونې په شرايطو برابرو سیمو خبرې وشوې.
همدارنګه د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د بلخ او بدخشان ولایتونو د مرکزي سیمو د بیارغونې پلانونه ویزه کړل.