د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون په بېلا بېلو مواردو بحث وکړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۳:۳۶
کمېسیون ویزه نقشه ها

۱۴۴۶/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون ناسته وکړه او پر یو پنځوس بېلا بېلو موضوعاتو یې بحث وکړ.

په دغه ناسته کې، د هغه یو شمېر تېلو پمپ سټېشنونو د تخنیکي مسایلو، اسنادو او سوابقو په اړه هر اړخیز بحث وشو، چې د اړوندو ادارو څخه را استول شوي وو.

د ناستې په پایله کې، د ځینو هغه پمپ سټېشنونو چې اسناد یې بشپړ کړي، تائید شول او ځینې نور بیا چې تخنیکي نیمګړتیاوې یې درلودې، نورو ناستو ته وځنډول شول ترڅو اسناد بشپړ کړي.

په ورته وخت کې، ټینګار وشو چې د تېلو د پمپ سټېشنونو مالکان دې د فعالیت په موده کې نافذه قوانین او مقررې په پام کې ونیسي، تر څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي عبدالله فیضان وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یو باب مسجد شریف د جوړولو له چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS