په جوزجان ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۷
جوزجان

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي عبدالله فیضان وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یو باب مسجد شریف د جوړولو له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي فیضان وایي، په دې لیدنه کې، د یادې دیني پروژې د عملي کارونو کیفیت، د نقشې تطبیق، او تخنیکي تطبیق څخه څارنه وشوه.

نوموړی وایي، اړوند قراردادي ودانیز شرکت ته یې جدي سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې باید د منظور شوې نقشې، براورد شوو احجامو، تدارکاتي شرطپاڼې او د انجنیرۍ نورمونو له مخې تطبیق شي.

همداراز، د ښار جوړولو ریاست له لورې یو شمېر مهمې تخنیکي مشورې او نظریات د کار د لا ښه والي، مؤثریت او دیني ارزښت ته په کتو ورکړل شول، تر څو پروژه له هر اړخه معیاري، خوندي او د ټولنې د اړتیا وړ وي.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، تل ودانیزو پروژو ته جدي پاملرنه کوي او د کیفیتي څار له لارې د ټولنیزو خدمتونو د ښه والي لپاره هڅې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د راستنېدونکو مهاجرو د ملاتړ ستر ګام؛نږدې ۴۵ زره کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې یکشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې ۸۰۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۲
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د محب ټاور له ودانۍ څخه د تخنیکي څارنې بهیر پیل شو

1447/12/29

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د محب ټاور له ودانۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت