د پکتیکا انګور هډې سرحدي بندر کې له یوې پروژې لیدنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۴۶
paktika

۱۴۴۶/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو راست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت د انګور هډې سرحدي بندر کې د ځمکني ترانسپورت د تنظیم لوی مدیریت اړوند له یوې پروژې لیدنه وکړه.

ښاغلی مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، یاده چاره یې د پکتیکا ولایت د ځمکني ټرانسپورت د تنظیم لوی مدیریت د (۳۴) ګڼې ۱۱/۰۴/۱۴۰۳ نېټې وړانديز او د ولایت محترم مقام د حکم پر اساس د یو ګډ هیئت په شتون کې ترسره کړه.

نوموړی وایي، په یاده ودانیزه پروژه کې ټولې چارې د پلان او شرط پاڼې مطابق سرته رسېدلي او کومې نیمګړتیاوې یې نه درلودې.

د هغه په خبره، دغه ودانیزه پروژه، د انګور هډې سرحدي بندر د باربري هډې ساختماني پروژې د یو باب مسجد او اداري تعمیر دی، چې د تامیناتو د اجرا لپاره یې دوی په ګډه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو د بشپړېدو په صورت کې هم څارنه کوي چې ځان او مقابل لوري ته ډاډ ورکړي، تر څو یاده پروژه په څه ډول سرته رسېدلي او کوم پلاني او معیاري نیمګړتیا نه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۲۸
Background image

په ارزګان ولایت کې د مرافعي محکمې اړوند د اداري تعمیر له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۵/۰۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح‌الله ابو احمد وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د مرافعي محکمې اړوند د درې اوطاقونو د جوړولو له بهیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۱:۱۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د پنځه پوړیزه سوداګریز مارکېټ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۰۵

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د میمنې ښاروالۍ اړوند د پنځه پوړیزه سوداګریز مارکېټ د جوړولو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۵۶
Background image

په سمنګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان خط اچونه رسماً پیل شوه

۱۴۴۷/۰۵/۰۵

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط‌ اچونې چارې رسماً پیل کړې.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت