په سمنګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان خط اچونه رسماً پیل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۵۶
سمنګان ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۰۵

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط‌ اچونې چارې رسماً پیل کړې.

دغه پروژه د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د کوتل دلخکي په سیمه کې موقعیت لري، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم په همغږۍ عملي کېږي.

مولوي محمد امین نوري وویل، د ښارګوټي ټولیز مساحت شاوخوا ۲۱۱۳ جریبه ځمکه ده، چې په نقشه کې د رهایشي، خدماتي، سبزو، تفریحي او سوداګریزو ساحو لپاره ځانګړې شوې ده. په دې ښارګوټي کې به شاوخوا ۱۴۶۳استوګنیزې نمرې په بیلابیلو مساحتونو ۵، ۱۰ او ۱۵ بسوه  طرحه او وویشل شي.

هغه زیاته کړه، د وزارت او ولایت رهبري هڅه کوي چې د پلان تطبیق په بشپړ شفافیت، همغږۍ او تخنیکي معیارونو سره ترسره شي.

د دې پروژې موخه د مهاجرینو او راستنو شوو کورنیو د استوګنې ستونزې حل او د ښار جوړولومنظم پرمختګ ته لاره هوارول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

راستنو شویو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش کچه تر ۵۵ زره پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې له لوري په یوویشت ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرینو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر د وزارت د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۱۹
Background image

د ودانیزو توکو د خاورې د نمونې اخیستنې او لابراتواري ازموینو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د مصؤنو اسنادو د چاپ پروژې اړوند، په جیو سرچ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت