د نفت او ګازو دولتي شرکت د اداري مجتمع د تعمیر له کارونو بررسي وشوه

1444/4/12
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نفت او ګازو دولتي شرکت د اداري مجتمع د تعمیر له کارونو څارنه وکړه. د (بي سي ار سي او) د لابراتوار د ټسټ په اساس په دې پروژه کې د هغو سیخونو چې دې پروژې ته وړل شوي ول، چې د قرار داد له معیار سره برابر ول او د کارونو د لا ښه والي په خاطر قرار دادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې. د کور او ښار جوړولو وزارت له دولتي تعمیرونو له کارونو څارنه کوي ترڅو تعمیرونه په ښه او اصولي ډول جوړ شي.