د ظرفیت لوړولو په موخه زده کونکو ته عملي زده کړې ورکول کېږي
![..](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-25_at_10.50.50_am_1_0.jpeg)
۱۴۴۵/۱۱/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د پوهنتونونو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابروي او د ظرفیت لوړولو په موخه ورسره خپلې تجربې شریکوي.
د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت د بایزید روښان پوهنتون زده کړیالانو ته د د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د ساختمان د ډیزاین ترتیب د زده کړو زمینه برابره کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني ډیزاین ریاست یو تن انجنیر محترم رضا جویا وویل، یادو محصلینو ته به د ساختمان د ډیزاین مسلکي زده کړې د یوې میاشتې په اوږدو کې د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت د غونډو په تالار کې ورکړل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پوهنتونونو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابروي او هڅه کوي چې ټولنې ته د خدمت جوګه علمي او مسلکي کادرونه وړاندې کړي.