د راتلونکي مالي کال لپاره د وړاندیز شوې بودیجې په ملاتړ ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
مالی او اداری معینیت

۱۴۴۶/۰۷/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د راتلونکي (1404) مالي کال لپاره د دغه وزارت له وړاندیز شوې بودیجې د ملاتړ په موخه ناسته وشوه.

ښاغلي مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت درنو هېوادوالو ته د منظمې ښاري ودې او پراختیا تر څنګ، د سرپناه جوړولو، ښارونو او ښارګوټو، اقتصادي زونونو پراختیا، بېلا بېلو پلانونو، له پروژو څار، بېلا بېلې سروې، نوي کابل ښار کې د لومړۍ درجې بیخ بناء چارې ترسره کول او داسې نورو چارو کې خدمات وړاندې کوي.

نوموړی وایي، د راتلونکي کال لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت زیات شمېر پراختیایي پروژې لري چې، اړتیا ده په کافي اندازه بودیجه ورته په پام کې ونیول شي.

هغه، له ټولو اړوندو ریاستونو وغوښتل چې د خپلو پروژو برخه کې له وړاندیز شوې بودیجې څخه د محترم مالي ریاست په همکارۍ او همغږۍ دفاع وکړي.

محترم محمد ارسلاح خروټي وویل، که راتلونکی (1404) کال د اړتیا وړ بودیجه په واک کې ورکړل شي، نو له مخې به یې هغه پروژې پلي کړي چې، ګټه یې عامو خلکو ته رسېږي، ملي عواید ورسره لوړېږي، خلکو ته د کار کولو زمینه برابرېږي او په ټوله کې اقتصادي څرخ په خوځښت راولي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د اسلامي امارت له کلیدي وزارتونو څخه دی، چې حساب پرې کېږي او د انسان د ژوند لپاره مهم او ضروري خدمات وړاندې کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS