د دیني علومو او احکامو په برخه کې پر هغو کار کوونکو ډالۍ ووېشل شوې چې غوره نمرې یې ترلاسه کړې وې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۱:۳۰
picture

17/2/1444

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ۵ تنو هغه کار کوونکو ته چې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په دیني درسونو او د شرعي احکامو په ازموینه کې یې غوره نمرې ترلاسه کړې وې، ډالۍ ووېشل شوې.

د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا  په جوړې شوې غونډه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني او د دې وزارت نورو مسؤلینو د وزارت کارکوونکو ته په دیني برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل: ټول انسانان اړ پیدا شوي او هغه چې هېڅ اړتیا نه لري، د الله تعالی ذات دی.

د مولوي نعماني په خبره، الله (ج) د انسانانو لپاره د عقل ترڅنګ لارښود او پیغمبران رالیږلي، ترڅو دوی ته د ښې او سمې لارې لارښوونه وکړي.

مولوي نعماني زياته کړه، په معاصرو علومو کې د تخصص تر څنګ په ديني احکامو پوهېدل او پرې عمل کول لازمي خبره ده.

پر دې سربېره یې د سورت اخلاص د ژباړې او تفسیر برخه کې هر اړخیزه وینا وکړه.

دغه راز د دغې غونډې له مېلمنو څخه يو تن مولوي ذبيح الله هم د خداى او د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) په احکامو او د هغوى د احکامو پر عملي کولو ټينګار وکړ.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد حقاني د دیني علومو او دیني احکامو د انعامونو د ویش په مراسمو کې د دغه وزارت له ټولو کار کوونکو وغوښتل چې د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین د حکم سره سم  خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت په رڼا کې له اسلامی احکامو سره سم برابر کړي.

مفتي عبدالاحد حقاني وويل، هغه درسونه چې هره ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د اسلامي شريعت له نصاب سره سم تدريس کېږي، ټول کار کوونکي يې بايد زده کړي عمل پرې وکړي او نورو ته دې هم ورسوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو په دغه وزارت کې د سهار، ماسپښین او مازدیګرله خوا د اسلام دین د احکامو، د قران کریم تجوید او نورو فقهي مسایلو په اړه د تدریس لړۍ پیل کړې، چې د وزارت ډیری کار کوونکي ترې ګټه پورته کوي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۳/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه هم وکړه.

دا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۱۹
Background image

د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو طرزالعمل یوځای او معیاري شو

۱۴۴۷/۰۳/۱۱

د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو د معیاري طرزالعمل د بیاکتنې کمیټې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال ښاغلي مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ، د یاد طرزالعمل مواد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوند جومات کانکریټ اچولو ته اجازه ورکړل شوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۱

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، چې د یاد ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د ګډ هیئت په شتون کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوند هغه جومات. . .

BACK TO NEWS