د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان وړاندیز شوې طرحه له تخنیکي پلوه وارزول شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
ننګرهار

۱۴۴۸/۳/۳۰

د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان وړاندیز شوې طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د اړوند تخنیکي ټیم له لوري د پریزنټېشن له لارې وړاندې او له تخنیکي پلوه وارزول شوه.

په دې غونډه کې د جلال‌اباد ښاروال محترم قاري بسم‌الله بلال او ورسره مل تخنیکي ټیم، د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري احمدالله زاهد، د ملي جامع پلان محترم رئیس انجنیر رحمت‌الله قدیري، د وزارت اړوند تخنیکي ټیم او انجنیرانو ګډون کړی و.

په پیل کې د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان د طرحې جوړوونکي تخنیکي ټیم د یاد پلان په اړه هر اړخیز معلومات او تشریحات وړاندې کړل. د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، دغه ماسټر پلان د ښاري مطالعاتو، ساحوي سروې، تېرو مطالعاتو، اوسني وضعیت او د ښار د راتلونکي لید له ارزونې او د راټولو شویو معلوماتو له تحلیل وروسته طرحه او ترتیب شوی دی. همداراز ویل شوي چې ساحوي معلومات د جلال‌اباد ښاروالۍ او اړوندو ادارو په همغږۍ راټول شوي دي.

په وړاندیز شوې طرحه کې لږ تر لږه ۱۷ ډوله کارونې او فعالیتونه په پام کې نیول شوي چې سوداګریزې، استوګنیزې، د ښار بیارغونې، ښارګوټو، اداري، دیني، تحصیلي او تعلیمي، روغتیايي، ورزشي او تفریحي، ترانسپورتي، فارمونو، کوچنیو او لویو صنایعو، پراختیايي، شنو ساحو، مختلطو ساحو، پارکونو او هدیرې برخې پکې شاملې دي.

په پریزنټېشن کې څرګنده شوه چې د ماسټر پلان اساسي موخه د ښار هدفمند او منظم پراختیا، د ځمکې اغېزمنه کارونه، متوازنه پراختیا، اقتصادي پرمختګ او د ښاري ستونزو د حل لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي. همداراز د ښار د راتلونکې پراختیا اصلي مسیر د جلال‌اباد ښار جنوبي برخې ته په پام کې نیول شوی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو م محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، جلال‌اباد ښار د هېواد له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي ښارونو څخه دی، له همدې امله د دغه ښار د ماسټر پلان په طرحه او ترتیب کې باید لازم دقت وشي، څو د ښار راتلونکی لید د ښاري اصولو او معیارونو پر بنسټ په روښانه او مشخص ډول تعریف شي.

د غونډې ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د ماسټر پلان د لا بډاینې او بشپړتیا لپاره یې لازمې مشورې وړاندې کړې.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د کور اوښار جوړولو ریاست او د جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري به د ماسټر پلان د اصلاح او لا بشپړولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه په راتلونکو څو ورځو کې په لیکلي ډول وړاندې شي، ترڅو له اړینو اصلاحاتو وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان وړاندیز شوې طرحه له تخنیکي پلوه وارزول شوه

۱۴۴۸/۳/۳۰

د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان وړاندیز شوې طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د اړوند تخنیکي ټیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

په دهراوود ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۳۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخلفاتي ټیم، د دهراوود ولسوالۍ د پلان لرونکو ساحو د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلان د تطبیق د ارزونې په موخه څارنه ترسره کړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د زابل ولایتي روغتون د دوو نویو ودانیو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون کې د دوو نویو ودانیو د ساختماني چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادو ودانیو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت