د بودیجې په لګښت کې دې له فساد مخنیوی وشي او حساب ورکول دې رامنځته شي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۱:۵۶
DM

۱۴۴۳/۰۸/۲۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د مالي ریاست له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د عادي بودیجې د لګښت د څرنګوالي او د یاد ریاست د نورو فعالیتونو په اړه خبرې وشوې.

د مالي ریاست مسؤلینو د دغه ریاست د تشکیلاتو ، دندو ، مسؤلیتونو ، کړنو او د عادي بودیجې د لګښت د څرنګوالي په اړه ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي ته بشپړ معلومات ورکړل.

دوی یادونه وکړه چې تر اوسه د عادي بودیجې د لګښت برخه کې له کومې ستونزې او ننګونې سره نه دي مخامخ شوي او چارې یې په نورماله توګه پر مخ روانې دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال د یاد ریاست اړوندو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې چې څنګه کولی شي خپلې چارې لا منظمې او شفافې پر مخ یوسي او ټینګار یې وکړ چې د بودیجې په لګښت کې دې بشپړ شفافیت رامنځته او دغه برخه کې دې د حساب ورکولو لړۍ دوامداره شي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې د یاد ریاست کارکوونکي دې خپل مسؤلیت او ورسپارل شوې دنده په سمه توګه پر مخ یوسي، د خلکو په چارو کې دې ځنډ او خنډ نه رامنځته کوي او د نن کار دې سبا ته نه پرېږدي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په لوګر کې د خواجه خېل روغتیايي کلینیک د جوړېدو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

د لوګرولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تنخنیکي ټيم د خواجه خیل کلي د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق بهیر له نږدې وڅارل شو

۱۴۴۷/۰۱/۱۳

د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کېدو د څرنګوالي ارزونې په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم خپل نظارتي فعالیتونه د ښار د لومړۍ ناحیې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۵۴
Background image

په خوست کې د روغتیایي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي امان الله اسد وایي، د دې ریاست دتخنیکي ټيم لخوا د عامې روغتیا اړوند د یو روغتیایي کلینیک چارې و څارل شوې.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS