دایکنډي کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۰:۵۳
دایکنډي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت د سنګ تخت و بندر ولسوالۍ په شینیه قلاع کلي کې د جعفریه شپږ صنفي ښوونځي او همداراز د دې ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د طاق مندره ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې پیل کړې.

د جعفریه شپږ صنفي ښوونځی په ۲۹۹ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۰ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت او طاق مندره ۱۰ صنفي ښوونځی په ۴۲۰ متر مربع ځمکه کې د ۲۸ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په کاري لومړیتوب کې ځای لري او دا وزارت په پام کې لري چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د ولایاتو په کچه د ښوونځیو جوړولو چارې ګړندۍ کړي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت