جمهوررئیس غني: د ځمکې د غصب قضیو د تعقیب کمېټه دې د دولتي غصب شویو ځمکو په اړه خپل اقدامات چټک کړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ځمکې د غصب قضیو د تعقیب کمېټې سره په غونډه کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه د دغې کمېټې د دوه اوونیو د کاري پرمختګ راپور واورېد.
په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د ځمکې د غصب قضیو د تعقیب کمېټې د خپلو فعالیتونو او ننګونو راپور له جمهوررئیس سره شریک او زیاته یې کړه، د قوانینو او مقرراتو مطابق د دولتي ځمکو پر تصفیې کار روان دی.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په خاطر باید د ځمکې د غصب قضیو د تعقیب کمېټه زیات کار وکړي، ترڅو دولتي ځمکې تصفیه او د غصب مخه یې ونیول شي.
جمهوررئیس یادې کمېټې ته دنده وسپارله، د خلکو د املاکو او جایدادونو د خوندیتوب په خاطر دې د دولتي غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره خپله مقرره او پالیسي ترتیب او عملي کړي.
دغه راز جمهوررئیس محمداشرف غني ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته د استوګنې ښارګوټو د جوړولو لپاره د پانګونې غوښتنې ته د چټک ځواب ویلو په خاطر د واضح اصولو او مقررې د ترتیب لارښوونه وکړه.
