تورخم کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په کمپ کې نورې اسانتیاوې رامنځته کېږي

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۱۸
picture

۱۴۴۵/۱۰/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت شپه او ورځ هڅې پیل کړي چې د خپلو هېوادوالو لپاره په بېلا بېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، درنو هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کولو په لړ کې یې، د تورخم ښارګوټي کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په ځانګړي شوي کمپ کې د تګ راتګ لارې، عمومي او فرعي واټونو افقي تګ لیکه د بیا ځل لپاره د جوړ شوي تفصیلي پلان مطابق په نښه او معلومات یې نصب کړل.

ښاغلی مولوي سعیدي وایي، دغه راز یې په یاد ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د بهتره تطبیق لپاره د کلیو پراختیا محترم ریاست مسؤلینو ته لازمې مشورې ورکړې، تر څو یاده شبکه د پلان مطابق پلي شې.

نوموړی وایي، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم هر ورځ د نوموړي ښارګوټي له ودانیزو او رغنیزو چارو په وقفه یی ډول څارنه کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۲۰
Background image

په جوزجان ولایت کې له ښاري پلان سره مخالفې ودانۍ ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په لارښوونه، د جوزجان ولایت د د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو ټیم د اړوندو امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

په فراه ښار کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس، مولوي عبدالمنان حقاني وايي چې د فراه ولایت تخنیکي ټیم د ښار په شپږمه ناحیه کې له پلان پرته جوړو شویو ښاري سرغړونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۴۴
Background image

په فاریاب کې د پنځه ‌پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۲۰

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذو‌الفقاروایي،  د تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنې ښار د پنځمې ناحیې د مدیریت اړوند د پنځه‌ پوړیزه. . .

BACK TO NEWS