تورخم سیمه کې د شته بازار تفصیلي پلان وکتل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۵۴
وزیر د تورخم شته بازار

۱۴۴۶/۰۸/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، تورخم سیمه کې د شته بازار په اړه جوړ شوی تفصیلي پلان وکاته.

دغه راز، ښاغلي سرپرست وزیر د تورخم اوسني بازار ته نږدې د ډکې سیمې په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه او په ټوله کې یې ماسټر پلان ته وڅېړه.

نوموړي د تورخم بازار د اوسني وضعیت، ستونزو، حل لارو، د ځمکې مساحت او نورو اړخونو په تړاو له اړوندو مسؤلینو وپوښتل.

ټاکل شوې چې، د تورخم اوسني بازار د ستونزو حل، اسانتیاوو رامنځته کولو، پراختیا او نورو ګټورو چارو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له لوري د یوې کمېټې په مشرۍ کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني ته دنده سپارلې چې، د تورخم بازار په اړه عملي ګامونه پورته کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې، ژر تر ژره د تورخم بازار شته ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۲:۳۸
Background image

په غزني کې د سوداکریزمارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۳

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارزاقو عمومي مدیریت دسوداګریز مارکېټ د دوامدارې څارنې په ترڅ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د اسنادو بشپړولو د پړاونو پروسې پر لنډولو، ساده کولو او اسانه کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۵/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ، په دغه وزارت کې د اسنادو بشپړولو د پړاونو پروسې پر لنډولو، ساده کولو او اسانه کولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۳۱
Background image

په سرپل ولایت کې د  ۳۳۵ متري سړک د جوړیدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۱۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ د مدیریت د وړاندیز او د مقام ولایت د حکم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت