د اسنادو بشپړولو د پړاونو پروسې پر لنډولو، ساده کولو او اسانه کولو خبرې وشوې
۱۴۴۷/۵/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ، په دغه وزارت کې د اسنادو بشپړولو د پړاونو پروسې پر لنډولو، ساده کولو او اسانه کولو خبرې وشوې، چې اړوندو ریاستونو په کې برخه اخیستې وه.
ښاغلي مالي او اداري مرستیال وویل، اداري پروسې باید رالنډې، اسانه او ساده شي، ترڅو چارې چټکې، شفافې او اغېزمنې شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اداري او مالي پروسو لپاره دې د یوې کړکۍ سیستم فعال شي او له کاغذ بادولو دې ډډه وشي.
سربېره پردې، محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، د ادارتو ترمنځ دې همغږي او همکاري لا زیاته شي او د جنسونو اخیستلو پر مهال دې اړتیا په پام کې ونیول شي، چې د بیت المال له ضایع کېدو مخنیوی وشي.
په ناسته کې ګډونوالو، هر یو د خپل ریاست اړوند د اسنادو بشپړولو پر پړاونو خبرې وکړې او د چارو لنډولو او اغېزمنولو په موخه یې ځینې وړاندیزونه ترسره کړل.
تمه ده چې د کاغذ بادولو پروسې په ختمولو او د یوې کړکۍ سیستم پر فعالولو سره به شته اوږده لړۍ له منځه لاړه شي، چارې به لا شفافې، اغېزمنې او سپما ترسره شي.
محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، ګام په ګام د چارو ساده کولو او اسانه کولو برخه کې کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته کوي، ترڅو شته بیروکراسي له منځه لاړه او هدف ته ورسېږي.
