د کابل دولسمه ناحیه کې له جوړېدونکي سړک څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳
شانان کلا

۱۴۴۶/۰۸/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل په دولسمه ناحیه د شانان کلا کې له جوړېدونکي سړک څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد سړک تازه د جوړېدو په حال کې دی چې، د نوروزاباد له څلور لارې پیلېږي او بیا تر حربي پوهنتون رسېږي، دوه زره او یوسل او دوه متره (2102) اوږدوالی او دېرش (30) متره پلنوالی لري.

نوموړی وایي، دغه راز بل سړک چې د دویم بلاک له ګولایي پیلېږي او بیا تر امنیت ښارګوټي غځېږي، څارنه یې وشوه چې، اووه سوه اواته ویشت (728) متره اوږدوالی او څلوېښت (40) متره پلنوالي لري.

د هغه په خبره، په دواړو تازه جوړېدونکو سړکونو کې تر اوسه کوم ښاري تخلف نه دی لیدل شوی او هڅې کېږي چې، ټولې چارې د پلان مطابق سرته ورسېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري سرغړونو څارنه کوي او اجازه نه ورکوي چې، اشخاص او ادارې د پلان خلاف چارې ترسره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

کابل ښار کې د ترافیکې ګڼې ګوڼې کمولو او د تم ځایونو رامنځته کولو په اړه ناسته وشوه

۴۴۶/۰۹/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ محترم ریاست، د ترافیکو محترم عمومي ریاست، صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت، مالیې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۴:۲۰
Background image

د څو مهمو اقتصادي موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې

۱۴۴۶/۰۹/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د دغه وزارت د محترمو مرستیالانو په ګډون رهبري ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې چې، د بېلا بېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو استنادي دېوال جوړولو په موخه ساحه وکتل شوه

۱۴۴۶/۰۹/۰۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجنیرانو په دغه ولایت کې د یوسف خېلو ولسوالۍ زمريکوټ له ساحې لیدنه وکړه.

په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم. . .

BACK TO NEWS