د کابل دولسمه ناحیه کې له جوړېدونکي سړک څارنه وشوه
۱۴۴۶/۰۸/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل په دولسمه ناحیه د شانان کلا کې له جوړېدونکي سړک څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد سړک تازه د جوړېدو په حال کې دی چې، د نوروزاباد له څلور لارې پیلېږي او بیا تر حربي پوهنتون رسېږي، دوه زره او یوسل او دوه متره (2102) اوږدوالی او دېرش (30) متره پلنوالی لري.
نوموړی وایي، دغه راز بل سړک چې د دویم بلاک له ګولایي پیلېږي او بیا تر امنیت ښارګوټي غځېږي، څارنه یې وشوه چې، اووه سوه اواته ویشت (728) متره اوږدوالی او څلوېښت (40) متره پلنوالي لري.
د هغه په خبره، په دواړو تازه جوړېدونکو سړکونو کې تر اوسه کوم ښاري تخلف نه دی لیدل شوی او هڅې کېږي چې، ټولې چارې د پلان مطابق سرته ورسېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري سرغړونو څارنه کوي او اجازه نه ورکوي چې، اشخاص او ادارې د پلان خلاف چارې ترسره کړي.