کابل ولايت کې له ۶۰۰ جريبو زياته ځمکه تصفيه شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو د تصفيې لړۍ په دوام په کابل ولايت کې ۶۰۲ جريبه ځمکه تصفيه کړې ده.
دا ځمکه د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ په للندر سيمه کې موقعيت لري چې له ډلې يې ۶۰۱ جريبه شخصي او ۱ جريب يې دولتي ځمکه تثبيت شوې ده.
په کابل ولايت کې ټوله تصفيه شوې ځمکه ۱۵۸۲ جريبو ته رسيږي چې له دې ډلې ۱۰۹۳ جريبه دولتي او ۴۸۹ جريبه يې شخصي ملکيتونه تثبيت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيربنايي پروژو کې د اسانتياو د رامنځته کولو لپاره په ټول هېواد کې تر اوسه ۱ ميلیون ۲۵۰ زره جريبه ځمکه تصفيه کړې ده.