کابل ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۵/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند ګډ تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې د «ب» له ساحې څخه څارنه او لیدنه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ټیم دغه څارنه په دې موخه ترسره کړه، چې د ساختماني چارو وضعیت وڅېړي او د هغه غیرقانوني ساختماني چارو مخه ونیسي چې ښاري تخلفات ګڼل کېږي.
نوموړی وایي، یاد ټیم له څو ودانیو چې د جوړېدو په حال کې وې، څارنه وکړه او څرګنده شوه چې په ځینو برخو کې تفصیلي پلان په سمه توګه نه دی پلي شوی او ودانۍ په خپل سرې توګه جوړې شوې دي.
محترم مولوي حقاني زیاته کړه، د څارنې ټیم د هغو ودانیو مالکانو ته چې په پلان شوې ساحه کې ودانۍ جوړوي، لازمې لارښوونې وکړې او هغوی ته یې د رسمي ساختماني جواز د اخیستلو او د تخنیکي اصولو د مراعت اړتیا په اړه لازم معلومات ورکړل.
دغه راز، له ټولو هغو مالکانو څخه چې ودانۍ یې د جوړېدو په حال کې دي، غوښتنه وشوه چې خپل رسمي اسناد او جوازونه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وړاندې کړي، تر څو د احتمالي سرغړونو په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.
