په سپین بولدک کې د زندان د احاطوي دیوال او اړوندو تاسیساتو د خط‌ اچونې چارې وڅارل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
کندهار

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمعین سعید وایي چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سپین بولدک ولسوالۍ د زندان د احاطوي دیوال، اداري بلاک، د ښځینه بلاک لپاره د ۹ اطاقونو او ۱۳ تشنابونو د خط‌ اچونې له چارو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، څارنه د زندانونو د چارو د سمون ریاست د وړاندیز پر بنسټ ترسره شوه، د لیدنې پر مهال قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې ټول کارونه باید د انجنیري نورمونو، نقشې او BoQ مطابق پرمخ یوسي.

یاده پروژه د زندانونو د چارو د سمون ریاست په همغږۍ پرمخ ځي چې بشپړېدل به یې د زندانیانو د استوګنې او اداري چارو لپاره معیاري اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۳:۲
Background image

د ارزګان او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د ارزګان او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل.

د ارزګان ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۳
Background image

په ننګرهار کې د مستوفیت ریاست د جومات د جوړولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په مالي ملاتړ، د مستوفیت ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د هرات جامع جومات د بیا رغونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د تاریخي ابداتو د ساتنې آمریت، د اطلاعات او فرهنګ ریاست د حکم پر اساس، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت