د شنې فضا برابرولو پر لور پراخ ګام؛ په الشیخ ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۷
الشیخ ښارګوټی

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست، د شنې فضاء رامنځته کولو او چاپېریال ښکلا په موخه، په «الشیخ» ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول.

د نوي کابل ښار د پراختیا محترم رئیس مولوي محمد بلال محمدي وایي، تازه یې په الشیخ ښارګوټي کې د شنې فضا د پراختیا او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په پار عملي ګامونه پورته کړي دي.

دغه نیالګي د ښارګوټي په بېلابېلو برخو کې د منظم پلان له مخې کېنول شوي، څو د اوسېدونکو لپاره یو پاک، زرغون او د اوسېدو وړ چاپېریال برابر شي.

له (۳۵۰۰) څخه زیات زینتي نیالګي د کورنیو سرچینو، په ځانګړي ډول د همدې ښارګوټي له قوریو او شنو خونو څخه برابر شوي او په ټاکلو ساحو کې کېنول شوي دي.

همدارنګه شاوخوا (۲۵۰۰) نور نیالګي د الشیخ ښارګوټي د صنعتي پارکونو په محدوده کې کېنول شوي، چې د صنعتي سیمو د زرغونولو برخه هم پیاوړې کوي.

د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست د بنسټیزو پروژو ترڅنګ د چاپېریال ساتنې او د سالم ژوند د فضا رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه لري او په همدې موخه د نیالګیو کېنولو پروګرامونه په دوامداره توګه عملي کوي.

باور دا دی چې د نیالګیو کېنول نه یوازې د اکسیجن په تولید او د هوا د کیفیت په ښه‌والي کې مهم رول لري، بلکې د چاپېریالي ککړتیا په مخنیوي، او د ښار د طبیعي ښکلا په زیاتوالي کې هم اغېزناک تمامېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت