په سپین بولدک کې د زندان د احاطوي دیوال او اړوندو تاسیساتو د خط اچونې چارې وڅارل شوې

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمعین سعید وایي چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سپین بولدک ولسوالۍ د زندان د احاطوي دیوال، اداري بلاک، د ښځینه بلاک لپاره د ۹ اطاقونو او ۱۳ تشنابونو د خط اچونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي سعید وویل، څارنه د زندانونو د چارو د سمون ریاست د وړاندیز پر بنسټ ترسره شوه، د لیدنې پر مهال قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې ټول کارونه باید د انجنیري نورمونو، نقشې او BoQ مطابق پرمخ یوسي.
یاده پروژه د زندانونو د چارو د سمون ریاست په همغږۍ پرمخ ځي چې بشپړېدل به یې د زندانیانو د استوګنې او اداري چارو لپاره معیاري اسانتیاوې رامنځته کړي.