د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۳:۵۰
هلمند

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د اطلاعاتو او کلتړر ریاست دمسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې دمسجد شریف په داخلي برخه کې د پلسترکارۍ چارې روانې دي. تخنیکي ټیم د کار کیفیت له نږدې وڅاره او د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته یې د کار د لا ښه ترسره کېدو په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې وکړې.

د ورکړل شوو لارښوونو له مخې، ټینګار وشو چې د پلسترکارۍ پر مهال دې د سمنټو او شږو ترمنځ مناسب نسبت مراعات شي، له معیاري او باکیفیته موادو څخه دې استفاده وشي او له پلستر وروسته دې دېوالونو ته په کافي اندازه اوبه ورکړل شي، څو د کار کیفیت تضمین شي. همدارنګه د کاریګرو د خوندیتوب  په برخه کې جدي پاملرنه اړینه وبلل شوه.

سربېره پر دې، ټینګار وشو چې ټولې ودانیزې چارې دې د منظور شوې نقشې، تخنیکي مشخصاتو او بیل احجامو سره سم پرمخ یوړل شي، څو پروژه په معیاري ډول بشپړه شي.

د ودانیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت