په تېر يوه کال کې څوارلس تفصيلي پلانونه ترتيب او منظور شوي دي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو مرکزي رياست له لارې په تېر يوه کال کې څوارلس تفصيلي پلانونه ترتيب کړي او له منظورۍ وروسته يې د تطبيق لړۍ پيل شوې.
په دې ډله کې د پکتيا ولايت اړوند کارته مامورين او صالوخېل ښارګوټو لومړۍ او دويمې برخې، په لوګر کې د شهيدانو، اصحاب بابا او کارته مامورينو ښارګوټي، په هرات کې د سعادت ښارګوټی، په ننګرهار کې د قاسم اباد او زړور زاهد ښارګوټي، د نورستان ولايت مرکز پارون ښار، د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې ښار او د دايکنډي ولايت مير امور، کجران او ګيتي ولسواليو پلانونه ترتيب او چارې يې پيل شوي دي.
تفصيلي پلان يو تخنيکي سند دی چې په ښار کې د جامع پلان، ستراتيژيکو پلانونو او له ځمکې څخه استفادې ته په پام ترتيبيږي او د ځمکو دقيق مساحت، موقعيت، عناصر، ښاري تاسيسات او زيربنايي شبکې په کې په سم ډول تثبيت او تشخيص کيږي.