په میدان وردک کې د جنوب شرق ښارګوټي کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۳۵
میدان وردک

۱۴۴۷/۰۲/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د د جنوب شرق ښارګوټي څخه څارنه ترسره شوه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، د لیدل شوو معلوماتو پر بنسټ په یاد ښارګوټي کې د تفصیلي پلان خلاف د سیلبر حریم په ساحه کې د یو باب مسجد شریف او یوې نمرې ودانیزې چارې پرمخ وړل کېدې، چې د ودانیزو چارو له جملې، د یادې نمرې د ودانۍ یو شمېر کارونه مخکې ترسره شوي وو، او دمګړۍ  کارګر په ساحه کې موجود نه وو.

د نوموړي په خبره، د ښاري سرغړونو ریاست د قانوني کړنلارې له مخې دواړو ودانیزو چارو ته د کار د نه کولو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې یادې چارې به په رسمي ډول بنده شي.

د یادولو وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست په منظم ډول د ښارونو د پرمختیایي پلانونو له تطبیق څارنه کوي، تر څو ښارونو د ښکلا، نظم او دوامدار پرمختګ په خاطر د پلان خلاف ودانیزې چارې ودرول شي او ښاري معیارونه په جدي توګه خوندي پاتې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳۳
Background image

د میوند واټ د پوست‌خانې ودانۍ له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې ساحوي څارنې په لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۵۹
Background image

په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په فاریاب کې د کرنې ریاست د استنادي دېوال د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیز باغ د استنادي دېوال د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت