په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۵/۶
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د یادې پروژې د ډیزاین له بشپړېدو وروسته یې ساختماني چارې د یوه ساختماني شرکت له لوري پیل شوې دي. د څارنې پر مهال د پروژې د بنسټ د برخې د کانکریټ اچونې چارې روانې وې، چې تر دې مهاله یې کارونه په منظم ډول پرمخ تللي دي.
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د پروژې د کیفیت او ساختماني چارو د تخنیکي څارنې په موخه مسلکي انجنیر معرفي شوی، څو د پروژې د چارو د معیاري پلي کېدو بهیر وڅاري.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه به د یادې پروژې د چارو د کیفیت او انجنیري معیارونو د رعایت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه خپلو څارنو ته دوام ورکړي.
