د میوند واټ د پوستخانې ودانۍ له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې ساحوي څارنې په لړ کې، د کابل ښار د میوند واټ د پوستخانې له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وکړه.
د تخنیکي څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د یادې ودانۍ ساختماني چارې تر ډېره د قرارداد له شرایطو سره سمې بشپړې شوې دي؛ خو د اور وژنې سیستم او د څښاک اوبو څاه د جوړولو چارې لا هم پاتې دي او د بشپړېدو په حال کې دي.
د څارنې په ترڅ کې ساحوي انجنیرانو ته د پروژې د تخنیکي اسنادو او قراردادي شرایطو په پام کې نیولو سره، د ملي او نړیوالو معیارونو د رعایت او د کاري خوندیتوب د تأمین په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو اړوندو تخنیکي ریاستونو له لارې د ساختماني او زیربنایي پروژو د کیفیت، د قراردادي شرایطو د رعایت او د ساختماني معیارونو د تطبیق په موخه خپلې ساحوي څارنې په دوامداره توګه ترسره کوي.
