په غزني ولایت  کې د یو سوداګریز مارکېټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۳۴
ghazni

۱۴۴۷/۱/۲۸

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارزاقو عمومي مدیریت په ملتیا، د غزني ولایت د سوداګریز مارکېټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مولوي متقي وویل، په دې لیدنه کې څرګنده شوه چې د یاد مارکېټ د څښلو اوبو د څاه کیندنې او د خط اندازۍ لپاره د ساحې د پاکولو چارې جریان لري، همداراز تخنیکي ټیم د ساحې وضعیت وڅېړه او قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې پر خپل وخت، د منظور شوي عملیاتي پلان مطابق، پر مخ یوسي.

د نوموړي په خبره، همداراز، قراردادي شرکت ته د ژورنال جوړولو او ساختماني پروسې د منظم ثبتولو هدایت هم ورکړل شو.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د پروژو  پر زر بشپړیدو او د ستونزو پر حل ټينګار وشو

۱۴۴۷/۰۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ غونډه د مالي او اداري معین محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ترسره شوه، چې په غونډه کې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۲:۱۷
Background image

د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت دیارلسمه کاري ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۲/۴

د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت دیارلسمه کاري ناسته د محترم مولوي گل زرین صابر په مشرۍ د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.

د ناستې په پیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۰
Background image

په هرات کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۲/۰۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا په انجیل او گذره ولسوالیو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې. . .

BACK TO NEWS