د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت دیارلسمه کاري ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۲/۴
د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت دیارلسمه کاري ناسته د محترم مولوي گل زرین صابر په مشرۍ د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې، د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا محترم معین د اړوندو ریاستونو له لوري د پروژو د پرمختګ او تعقیب په اړه خبرې وکړې او پر دې یې ټینګار وکړ چې سپارل شوې دندې او مسؤلیتونه دې په خپل وخت ترسره شي.
هغه زیاته کړه، هغه پروژې چې د تخنیکي مراحلو د بشپړولو په موخه دې معینیت ته راجع کېږي، باید په لنډ وخت کې وڅېړل شي او اړین اقدام پرې وشي.
د مسکن محترم معین دا هم یادونه وکړه، که په مرکز یا ولایتونو کې د روانو پروژو په برخه کې ستونزې موجودې وي، اړونده ریاستونه دې د حل مناسبې لارې چارې وپېژني او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخلي.
ښاغلي صابر د تخنیکي ریاستونو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ اړتیا وښوده او ټینګار یې وکړ، چې ریاستونه باید په ستراتیژیکو پروژو کې، په ځانګړي ډول د نوي کابل ښار په پروژه کې اغېزمن رول ولوبوي.
په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو رئیسانو او آمرینو د مرکز او ولایتونو د روانو پروژو په اړه مفصل کاري راپورونه وړاندې کړل او شته ستونزې، ننګونې او اړتیاوې یې مطرح کړې.
همدارنګه په دې غونډه کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ځینو سپینو امارتي ځمکو د تثبیت په اړه هم خبرې وشوې او اړینې پرېکړې وشوې.
همداراز، د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت د دې کاري ناستې په ترڅ کې د پروژو د ډیزاین، ساختماني شرکتونو ته د موجود طرزالعمل له مخې د جوازونو د وېش، د املاکو او اسکان د برنامو، د مقروضیتونو د راټولولو، او همدارنګه په مرکز او ولایتونو کې د لسګونو پروژو د انجنیري، سنجش او اټکل په اړه راپورونه وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تل هڅه کوي څو روانې پروژې په مرکز او ولایتونو کې د معیار او مناسب کیفیت سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.