په هرات کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۰
هرات

۱۴۴۷/۰۲/۰۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا په انجیل او گذره ولسوالیو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې پراخې څارنې ترسره شوې.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یادو ولسوالیو کې ګڼ شمېر ودانیزې چارې د ښار جوړولو د اصولو او پلانونو پرته روانې دي.

د نوموړي په خبره، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم موندلې چې ډېری ودانۍ د اړوندو ادارو له رسمي نقشو او قانوني مراحلو پرته په غیر معیاري ډول جوړېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند مسؤلین وایي، ټولې ودانیزې چارې باید د ښار جوړولو د اصولو، نقشې او قانوني اسنادو په رعایت ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت