د هلمند واشېر ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۹:۴۸
هلمند

۱۴۴۶/۰۷/۰۷

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي انجنیرانو یې د کندهار - هرات پر عمومي لوې لارې واشېر ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي ناظم وایي، دغه پروژه یو باب مسجد شریف دی چې له کابل تر هرات پر عمومي سړک هر اویا (70) کیلومترۍ کې جوړېږي.

نوموړی وایي، د هملند واشېر ولسوالۍ کې جوړېدونکی مسجد شریف د درې سوو (300) لمونځ کوونکو لپاره دی، چې په دوه برخو وېشل شوی.

یوه برخه یې د (170) نارینه لمونځ کوونکو لپاره او بله هغه یې د (130) ښځینه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړې شوې ده.

هغه وایي، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، چې ټولې چارې د نقشې مطابق او په خپل وخت سرته ورسوي.

د یادولو وړ یې بول، چې پر لویو لارو د مسجد شریف جوړولو دغه پروژې د ټولګټو چارو محترم وزارت اړوند دي، خو د کور او ښار جوړولو وزارت یې نقشې ترتیبوي او له چارو یې څارنه کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۲۲
Background image

په سرپل ولایت کې د سړکونو د جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۶۶/۱۰/۲۲

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په ښار کې د سړکونو د جغل اچونې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلي ملا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

په میدان وردک کې د ښاری تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخلفاتو مخنیوي ټیم یې میدان وردک ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۲۷
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۲۲

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د افغانستان بانک د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغل. . .

BACK TO NEWS