په پنجشیر کې د افغانستان بانک د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۲۲
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د افغانستان بانک د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي انجنیر نورزاد وویل، د یاد تعمیر د رنګمالۍ د ځینو برخو د پلسترکارۍ چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د شرطپاڼې مطابق او ټاکلي وخت تر سره کړي.