په سرپل ولایت کې د سړکونو د جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۶۶/۱۰/۲۲
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په ښار کې د سړکونو د جغل اچونې له چارو څارنه وکړه.
ښاغلي ملا نوراني وویل، یاد دوه سړکونه په اندازه (۴۰) او (۳۰) متره دي چې دمګړۍ د جغل اچونې چارې روانې دي.
د نوموړي په خبره، د جغل اچونې له چارو په سمه توګه څارنه وشوه او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیاري ډول تر سره شي.