په نهه ولایتونو کې د مهاجرینو ښارګوټو لپاره په زرګونو جریبه ځمکه تشخیص شوه

۱۴۴۶/۰۷/۰۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ بې وزله مهاجرینو ته د نمرو د وېش کمېټې، د خپلو ولایتي کمېټو په تازه هڅو په نهه ولایتونو کې اته ویشت زره یو سل او شپاړس (28116) جریبه ځمکه تشخیص کړه.
د معلوماتو له مخې، د کابل په ارغندۍ سیمه کې (1138) جریبه ځمکه، غزني کې (5880) جریبه ځمکه، ارزګان کې (2000) جریبه ځمکه، فراه کې (5500) جریبه ځمکه، کندهار په دامان ولسوالۍ کې (6000) جریبه ځمکه، شبرغان کې (5003) جریبه ځمکه، سمنګان کې (1700) جریبه ځمکه، پنجشېر کې (187) جریبه ځمکه، او په بامیان ولایت کې بیا (708) جریبه ځمکه تشخیص شوې ده.
په یادو ولایتونو کې د غزني، ارزګان، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشېر او بامیان ولایتونو کې د تشخیص شوو ځمکو د توپوګرافي سروې هم بشپړه شوې، خو په پاتې نورو کې به ډېر ژر پیل او بشپړه شي.
د یادې کمېټې منشي محترم انجنیر محمد فهیم ذکریا وایي، په هر ولایت کې اړونده ولایتي کمېټه اخته ده، تر څو د استوګنیزو ښارګوټو لپاره ځمکې تشخیص کړي.
نوموړی وایي، په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د لېږد لپاره د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله محترم مقام ته وړاندیز هم شوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي او متخصص ټیمونه په ټولو ولایتونو کې د مشرتابه د حکم سره سم په اړوندو چارو اخته دي.