د وروستیو اورښتونو له امله د غزني بالاحصار تخریب شوې برخې بېرته رغول کېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۴۳
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د تاریخي ځایونو او پخوانیو ښارونو د ترمیم او ساتنې مسؤلیت لري او هڅه کوي چې یاد ارزښتونه خوندي پاتې شي.

غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي، د عمومي مدیریت تخنیکي ټیم غړو یې د غزني ښار بالاحصار څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مولوي بلال متقي وویل، د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د پخوانیو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم غړو د بالاحصار له بېلا بېلو برخو  لیدنه او څارنه وکړه، چې په خبره یې، د وروستیو موسمي اورښتونو له امله د رامنځته شويو خرابیو مخنیوی وشي.

نوموړي وویل، هڅه کوي چې ژر تر ژره د تخریب شوو برخو د بیا رغونې او ترمیم لپاره پلان جوړ او یادو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت