د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
ننګرهار

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې وڅېړلې.

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر احمدالله زاهد په مشرۍ په دې لیدنه کې د کلیو د بیارغونې ریاست محترم رئیس مولوي قسمت‌الله مبارز، د ختیځ زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب ریاست محترم رئیس مولوي یارمحمد محمدي او د ننګرهار ښاروالۍ د عوایدو محترم رئیس مفتون صاحب هم ګډون درلود.

د لیدنې پر مهال د ښارګوټي د اوسېدونکو د پاکو اوبو ستونزې وارزول شوې او د حل لپاره یې له اړوندو ادارو سره د عملي اقداماتو په اړه خبرې وشوې. د اوبو د ذخیرې او رسولو شبکې د جوړولو په برخه کې د اړوندو ادارو مسؤلینو د لازم اقدام ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د مهاجرینو لپاره د پاکو اوبو د لېږد په موخه د جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري د یوه ټانکر د خدمتونو د برابرولو په اړه خبرې وشوې، چې ښاروالۍ د دې خدمت د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو سره هم د ښارګوټي د اوسېدونکو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په اړه خبرې وشوې. یاد ریاست ډاډ ورکړ چې ګرځنده روغتیايي ټیم به په اوونۍ کې څو ځله ښارګوټي ته ځي او اوسېدونکو ته به لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

ګډ کمېسیون له راستنېدونکو کورنیو سره هم وکتل، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د اړوندو ادارو له لوري یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د کمېسیون مشر انجینر احمدالله زاهد د مهاجرینو د اساسي اړتیاوو پوره کول د اړوندو امارتي ادارو، کورنیو او نړیوالو مؤسسو او خیریه بنسټونو ګډ مسؤلیت وباله او د پاکو اوبو، لومړنیو روغتیايي خدمتونو او د ژوند د مناسبو شرایطو د برابرولو لپاره یې پر دوامدارې همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت