د وروستیو اورښتونو له امله د غزني بالاحصار تخریب شوې برخې بېرته رغول کېږي
۱۴۴۵/۱۰/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د تاریخي ځایونو او پخوانیو ښارونو د ترمیم او ساتنې مسؤلیت لري او هڅه کوي چې یاد ارزښتونه خوندي پاتې شي.
غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي، د عمومي مدیریت تخنیکي ټیم غړو یې د غزني ښار بالاحصار څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي بلال متقي وویل، د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د پخوانیو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم غړو د بالاحصار له بېلا بېلو برخو لیدنه او څارنه وکړه، چې په خبره یې، د وروستیو موسمي اورښتونو له امله د رامنځته شويو خرابیو مخنیوی وشي.
نوموړي وویل، هڅه کوي چې ژر تر ژره د تخریب شوو برخو د بیا رغونې او ترمیم لپاره پلان جوړ او یادو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.