په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه
۱۴۴۸/۵/۹
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني فعالیتونو تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د درېیمې ناحیې په یوه استوګنیزه نمره کې وموندل شوه چې د کور له جوړولو وروسته د ودانۍ ځینې برخې د سړک پر لور پرانیستل شوې او د سوداګریزو دوکانونو په توګه ترې استفاده کېده.
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د یاد فعالیت د درولو غوښتنه وکړه او اړوند کس ته یې څرګنده کړه چې په استوګنیزه نمره کې باید د ښاري پلان او نافذه مقرراتو خلاف سوداګریز فعالیتونه ترسره نه شي.
د نظارت په لړ کې تخنیکي ټیم له ښاریانو سره د کور او ښار جوړولو وزارت د اړوند طرزالعمل، ښاري پلانونو او ساختماني مقرراتو په اړه معلومات شریک کړل او د ښاري پلانونو د منظم تطبیق او د ورته سرغړونو د مخنیوي لپاره یې د اصولو او مقرراتو پر رعایت ټینګار وکړ.
