د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار د اته ښارګوټو څخه د څارنې بهیر پیل شو.
![picture](/sites/default/files/2023-05/whatsapp_image_2023-05-30_at_2.13.07_pm.jpeg)
۱۴۴۴/۱۱/۱۰
د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د دغه ولایت له محترم مقام او د ښاروالۍ ریاست سره په ګډه د مرکز میدان ښار اته ښارګوټو څخه د لیدنې او څارنې په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د ښارګوټو د څارنې او په کې د شته تخلفاتو او سرغړونو په نښه کولو او مخنیوي لپاره د ذکر شویو اداراتو ګډه کمېټه جوړه شوه.
یاده کمېټه به د څو اونیو په اوږدو کې د مرکز میدان ښار په اته (۸) ښارګوټو کې تخلفات په نښه او د حل په موخه به یې راپور د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم مقام سره شریک کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي، چې په خپل سرې توګه او د پلان خلاف ښاري پراختیا او رغنیزې چارې پر مخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې خپلې رغنیزې چارې د ماسټر پلان مطابق پلې کړي او خپله پانګه دې له ګواښ سره نه مخامخ کوي
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.