غزني ښار کې د څلویښت متره سړک د کربونو د رنګمالۍ له چارو ليدنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۲۹
ghazni

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ابادۍ او پرمختګ لپاره پلانونه چمتو کوي او د تطبیق لپاره یې اړوندو ادارو ته سپاري.

دغه وزارت هڅې پیل کړي چې ټولې د ابادۍ چارې د پلان سره سمې پر مخ لاړې شي او د هېوادوالو د ارامۍ او سوکالۍ لامل وګرځي.

په همدې لړ کې، غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز کې د څلوېښت متره سړک د کربونو د رنګمالۍ له چارو ليدنه وکړه.

نوموړی وایي، د ياد تخنيکي ټيم له خوا قراردادي شرکت ته د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو پلي کوونکو لوریو ته تل لازمې مشورې او لارښوونې کوي، تر څو ورسپارل شوې دندې په سمه توګه سرته ورسوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت